کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دنيمروز ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست مسوولين اودملګروملتو دخواړو او کرنې دسازمان دنمايندګى ددفتر مسوولينو ويلي دي له هغو کسانو سره چې دغنمو ، زيرې ، زعفرانو ، پستې او د نورو اقتصاد لرونکو بوټو داصلاح شويو تخمونو دتوليد په برخه کې په دغه ولايت کې پانګه اچونه وکړي زياتې اسانتياوې په پام کې نيول کېږي .
دنيمروز دکرنې اواوبولګولو رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په نيمروزکې دکرنې په برخه کې له کوچنيو متشبثينو سره تر پنځو زرو ډالرو پورې مرسته کېږي .
ددغې موضوع په طرحه کولو سره يوشمېر خصوصي متشبثين په نيمروزکې دکرنې په برخه کې دپانګې اچونې لپاره تيارى اعلام کړى دى .
ختم_ ج _ اکرم