کابل باختر د تلي شلمه :
دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې دپوليسو او طالبانو ترمنځ دجګړې له امله دوه تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دخاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي دباختراژانس خبريال ته وويل په لسکونو تنو طالبانو دتيرې شپې په نيمايي کې ددغې ولسوالۍ په لويديځو پوستو بريد وکړ او د دواړو لورو ترمنځ جګړه يو ساعت دوام وکړ .
ده زياته کړه په دې جګړه کې دوه تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
نورزي زياته کړه دطالبانو بريد په شاتمبول شوى دى او ددوو تنو طالبانومړي دپيښې په سيمه کې پاتې دي .