امنیت

په نيمروز کې ديرغلګرو په بريد کې ديوصراف ټپي کيدل .

کابل باختر د لړم لسمه :

په نيمروز ولايت کې په يوه صراف  ډزې وشوې .

دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې مدير حاجي عبدالله شيرزي دباختراژانس  خبريال ته وويل په دغه صراف  په زرنج ښار کې دناپيژاندو کسانو له خوا دتومانچې ډزې شوې دي .

يوه اړونده خبرځاى  وويل دپيښې ټپي دزرنج روغتون ته ليږدول  شوى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى .

  ده وويل چې تراوسه پورې  په دې اړوند څوک نه دى نيول شوى او دپيښې دعامل ياعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته