امنیت

په نيمروز کې دماين دچاودنې له امله پوليسانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
په نيمروز ولايت کې پرون  په سړک کې  دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله  څلورو تنو پوليسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
  دنيمروز ولايت  دتروريزم پرخلاف  دمبارزې مدير محمد ابراهيم  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې  دزرنج دلارام  دلارې په اوږدو کې دښخ کړي شوي ماين  دچاودنې له امله دپوليسو دوه تنه سرتيري   شهيدان  او دوه تنه نور يې  ټپيان شول .  يوه اړونده خبرځاى  ددغې پيښې  دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته