ټولنه

په نيمروز کې اعتراضونه څيړل کېږي

زرنج باخترد زمري دمياشتې ٣ نيټه :       
حقيقت موندونکي هيئت په نيمروز ولايت کې  داوسيدونکو اعتراضونه  څيړي.
دباختر آژانس  دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛  دغه هيئت  دقومونو او سرحدونو په چارو کې د جمهوري رياست  جګپوړي سلاکار عبدالغفور ليوال په مشرتابه پرون  نيمروز ولايت ته سفر وکړ ، ټاکل شوې ده په ټوليزه توګه په دغه ولايت کې دمعترضانو غوښتنې وڅيړي .
دنيمروز اوسيدونکي څه دپاسه  لس ورځې کېږي  چې دزرنج ښار دشهيدانو           په څلور لارې کې دتحصن خيمي درولي دي  او دنيمروز دوالي دګوښه کيدو غوښتوونکي دي .  معترضان ادعا  لري چې  په  نيمروز کې د وګړو  د ترور عاملان  نه پيژندل کېږي  او د دغه ولايت  والي د مديريت توان  نه لري .
پاى   شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته