کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
دنيمروز ولايت سرحدي پوليسو پرون اتيا کيلوګرامه نشه يي توکي چې دقاچاقو په ډول ايران ته ليږدول کيدل ترلاسه کړل .
دنيمروز ولايت دسرحدي پوليسو دڅلورم کندک درستيزوال سمونيار محمدرفيع دباختراژانس خبريال ته وويل په ترلاسه شويوتوکو کې اپين او هيروئين شامل دي
دخبرحاى دڅرګندونو له مخې دپيښې په اړوند يې يوتن اودهغه سراچه موټر چې مواد يې پکې ليږدول دپوليسو د ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ