کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دملي دفاع وزارت يو خبرځاى وايي څلور تنه وسله وال طالبان په نيمروز ولايت کې دملي اردو او دملي امنيت دځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول
دغه عمليات دوسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په مقصد پرون ددغه ولايت ددلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول .
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دغو عملياتو کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې ، مهمات او په چاوديدونکو توکو بار يو کرولا ډوله موټر اويو موټرسايکل کشف اوشنډ کړى شول .
ديوبل خبر له مخې دملي اردو ځواکونو دهيواد په بيلابيلو ساحوکې دخپلو امنيتي فعاليتونو په بهير کې دوسايطو ضد اته څلويښت ماينونه کشف او شنډ کړل .
0 1 دقیقه لوستل