په نيمروز ولايت کې اتلس تنه پاکستانيان دانسان تښتوونې په تور ونيول شول

کابل باختر د تلي  ١٢:
  اتلس تنه  پاکستاني انسان تښتوونکي پرون په نيمروز ولايت کې ونيول  شول .
دنيمروز ولايت دملي امنيت د رياست يو مسوول خبرځاى چې دى نه غوښتل نوم يې واخستل  شي باختر اژانس ته وويل:  اتلس تنه پاکستاني انسان تښتوونکې  له اتلسو پاکستاني  تيوتا موټرونو سره دزرنج ښار د جنوب  لويديځ په پنځلس  کېلومتري واټن کې دماشي په سيمه کې ددغه رياست دکارکوونکو  دعملياتو په بهير کې ونيول شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه کسان  دپاکستان دبلوچستان ايالت په پوله کې دايران د جنوب په مرکز کې په انسان تښتونې  بوخت و .
  ويل کېږي دوى په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته