ټولنه

په نيمروزکې څه دپاسه اته کيلومتره سړک قير کېږي

– کابل/ د لړم ٢٤مه/ باختر
په نيمروزکې د څه دپاسه اته کيلو مترو په اوږدوالي د څو سړکونو د قيرکولو          کار پرون پيل شو.
د نيمروز ولايت د مطبوعاتو مسوول علي مهاجر د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د ګلستان او سيستان، اسلام آباد، ده خواجه، شهرک، قواى ١٢مسلح، علي آباد، نوآباد، هوتکي ښوونځې، سردشت، نوراحمد ښوونځى، د زرنج ښار دانش سرا او د اوړو پلورو واټونه په شپږو مياشتوکې د ٦١ ميليونو افغانيو په لګښت قيرکېږي.
د نيمروز والي پوهندوى دکتورسېدولي سلطان د دغو واټونو د قيرکولو په پرانيستې کې دغه پرمختيايي او بنسټيزې پروژې د دغه ولايت په رغاونې او خلکو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو په برخه کې د سيمه ييزې ادارې دنده او مکلفيت وباله او زياته يې کړه: د دغو پرمختيايي او بنسټيزو پروژه ساتنه اوڅارنه د خلکو په خاصه توګه د قومي مشرانو او سيمه ييزو شوراګانو مکلفيت او دنده ده.
هغه قراردادي شرکت ته لارښوونه وکړه چې ددغو واټونو کار په اساسي او ميعاري ډول په ټاکلي وخت او ښه کيفيت سره بشپړ کړي.    
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته