ټولنه

په نيمروزکې ٤٠٠ جريبه ځمکه د سيلاو د راوتلو له خطر څخه خوندي کېږي

کابل/باختر/ د زمري٢مه
د ولسي تړون ملي پروګرام د څه دپاسه يو ميليونو افغانيو په لګښت په نيمروزکې د اوبولګولو يو کانال جوړوي.
د کليو د بيارغاوني او پرمختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باخترآژانس ته خبر ورکړ: د اوبو لګولو دغه کانال، د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د نيمروز د چخانسور ولسوالۍ په مربوطاتوکې جوړوي.
دغه کانال ١١٠ متره اوږدوالى او د اوبو وېشلو څلور حقابې لري چې د دې پروژې د کار په بشپړېدو سره د چخانسور ولسوالۍ په مربوطاتوکې ٤٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه د سېلاوونو له خطرڅخه خوندي کېږي.
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته