په نيمروزکې يو انتيک پلورونکى ووژل شو
_ کابل باخترد ثور دمياشتې ٤ :
يوملکي وګړى تېره شپه په نيمروز ولايت کې ووژل شو.
د نيمروز ولايت د ملي امنيت د رياست يو خبرځاى چې د نامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باخترآژانس ته وويل: شيراحمد د زرنج ښار يو تن انتيک پلورونکى په خپل کورکې په ډزوسره ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه: قاتل د تښيتې په وخت کې د مقتول يوه اندازه عتيقه مالونه او موټر هم له ځان سره وړى دى او پوليسو د هغه د نيولو لپاره اقدامات پيل کړي دي.