فرهنګ

په نيمروزکې د ځوانانو لپاره د پوهاوي ورکولو په اړوند خبرې وشوې

کابل/ د لړم ٢٨مه/ باختر
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت نن په هېوادکې د قوانينو په اړه ځوانانو ته د پوهاوي ورکولو لپاره د خبرو پروګرام د نيمروز په مرکز زرنج ښارکې جوړ کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د خبرو په دغه پروګرام کې چې د نيمروز ولايت د مرستيال او د دولتي ادارو د رييسانو او ځوانانو په ګډون جوړ شو؛ د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالغني حسن وويل چې ځوانان په ټولنه کې زيات ځواک جوړوي او د هغوى يو مهم مسووليت د هېواد له نافذو قوانينو څحه خبرتيا ده چې د هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو ترڅنګ د قوانينو د تطبيق په برخه کې زياته ونډه ولري.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته