کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٥
د نيمروز ولايت په يوه واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله د پوليسو يو سرتيرى شهيد شو.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې مدير ابراهيم دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو پوځيانو د سپرلۍ موټر پرون د نيمروز ولايت د مرکز په لس کيلومترى واټن کې د دلارام ولسوالۍ په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله د پوليسو يو سرتيرى شهيد او يو تن بل يې ټپي شو.
ده وسله وال طالبان د دغې چاودنې مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ