امنیت

په نيمروزکې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه پوځيان شهيدان شول

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
په نيمروز ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول.
د نيمروز ولايت د ملي امنيت يوه مسوول خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ:  د خاشرود ولسوالۍ د انارکلي په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله په يوه رنجر موټر د ملي اردو دوه سپاره سرتيري شهيدان شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې يو بل سرتيرى ټپي شوى او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته