کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د نيمروز په مرکز زرنج ښار او د دغه ولايت په څو ولسواليوکې د اوبو د څو کانالونو او د اوبو وېش د سربندونو د جوړولو کار بشپړ شو او پرون پرانيستل شول.
د نيمروز د کرنې رياست د کرنې چارو آمر ذبيح الله اوليا زاده باختر آژانس ته وويل چې په دغو انکشافي طرحوکې د کنګ ولسوالۍ او د زرنج ښار په مربوطاتوکې د اوبو ١٣ فرعي کانالونه او د اوبو د وېش ١٣سربندونه شامل دي چې لګښت يې د "ډاکار" او "يو.ان.ډي.سي" موسسو ورکړى دى.
هغه وويل چې ټاکل شوې ده د نيمروز د کرنې رياست له دغو موسسو سره په همغږۍ، د راتلونکي کال په بهيرکې په چخانسور، چاربرجک او زرنج ولسواليوکې د انارو، پستې، خرما او عنابو بڼونه جوړ کړي.
ختم-عطاالله – اکرم