په نيمروزکې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢ :
دنيمروز ولايت په مرکز زرنج ښارکې ديوه ښوونځي ودانۍ او ددغه ولايت دګمرک رياست د کنفرانسونو خونه د ١٥مليونو افغانيو په ټول لګښت له جوړولو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې .
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس عبدالواحد حکمت د باختر آژانس خبريال ته وويل : د فروخي د لومړني ښوونځي ودانۍ چې اته اداري خوني او نور ملحقات لري؛ د نړيوال بانک په مرسته د ١٢مليونو افغانيو په لګښت په زرنج ښارکې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارله شوه.
ده زياته کړه: په دغه ښوونځي کې په دريو وختونوکې ٨٠٠ تنه زده کوونکي په زدکړې بوخت دي چې يوشمېر دغه زده کوونکي تر اوسه پورې ترخيمو لاندې او يوشمېر نور هم په تنګو خونوکې زده کړه کوي.
د نيمروز ولايت دپوهنې رياست دمعلوماتوله مخې: په ټوليزه توګه د ٢٥ زرو تنو نجونوپه ګډون ٩٠ زره تنه زده کوونکي په نيمروز ولايت کې په ١٦٠ ښوونځيوکې زده کوي؛ خو په سلوکې ٤٠ ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي يې په پرانستې فضا او ترخيمو لاندې زده کړه کوي.
د يوبل خبرله مخې:
د نيمروز ولايت د ګمرک رياست د کنفرانسونو خونه د ٣ مليونو افغانيو په لګښت جوړه او د استفادې وړ وګرځيده.
د نيمروز ولايت دګمرک رئيس محمد ويس سلطاني وويل: ددغه سالون لګښت د ماليې وزارت له بودجې او د ملي سوداګرو په مرسته تامين شوى دى.