په نيمروزکې دنشه يي توکو يوه ډيپو کشف شوه .
کابل باختر د وري ديرشمه :
په نيمروزولايت کې دنشه يي توکو يوه ډيپو کشف شوه ، دغه ډيپو دنيمروز ولايت دمرکز زرنج ښار ته څيرمه په يو کور کې و .
دزرنج ښار يو امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې ډيپو کې نږدې پنځه سوه کيلوګرامه هيروئين او اپين ترلاسه شوي دي .
ده وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل چې دغه نشه يي توکي دقاچاقو په ډول بهر ته وليږدوي .
ويل کيږي چې قاچاق وړونکي دامنيتي مامورينو له رسيدو څخه مخکې له سيمې څخه تښتيدلي دي او دهغوى دنيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
دتيرې سه شنبې په ورځ هم امنيتي مامورين په نيمروز کې دپنځه ديرش کيلوګرامه کرستال ډوله هيروئينو په کشفولوبريالي شوي و .
دغه توکي دغنمو په کروندوکې ترلاسه شوي و .