امنیت

په نيمروزکې دطالبانو مالي مسوول په نيمروز کې ونيول شو .

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دنيمروز دطالبانو مالي مسوول نن  ونيول شو .
دملي امنيت دمطبوعاتي دفتر مسوول ميوند مجاهددباختراژانس خبريال ته وويل چې دملي امنيت درياست منسوبانو دنيمروز دطالبانو مالي مسوول  مولوي محمد عيسى داوپراتيفي عملياتو په پايله کې چې له خلکو او سوداګرو څخه يې عشر او ذکات  راټولول په زرنج ښار کې ونيول شو .
مجاهد زياته کړه چې دغه شخص  په زياترو دولتي ضد فعاليتونوکې هم لاس درلود .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته