په نيمروزکې درې تنه د غلا په تور ونيول شول
زرنج باختردوږي دمياشتې١٤نيټه :
درې تنه نن په نيمروز ولايت کې د غلا په تور ونيول شول .
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول محمد حسين هاشمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو منسوبینو درې تنه له يوه کرولا موټر او يوې تومانچې سره دوسله والوغلاو په تور ونيول .
ده زياته کړه چې له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي .
پاى ذکرالله