امنیت

په نورستان کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
په نورستان ولايت کې تيره شپه دناټو د هوايي بريد له امله  څلور تنه وسله وال
طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه بريد دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت وشو چې  طالبان
په خپل پټنځي کې  دتروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت وو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  ددويمې لوا ويندوى جګړه محمد هارون يوسفزي دباختر
آ ژانس خبريال ته وويل :  تيره شپه  دنورستان ولايت  په کامديش ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو په پټنځي دبې پيلوټه الوتکې   بريد وشو چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته