په نورستان کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي کاڼي وپلورل شول

کابل، د مرغومي ۱۰ مه، باختر
د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوې کمېټې په شتون کې د قیمتي کاڼو (بیروج) بولي ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شول.
د بولي بهیر د برګمټال ولسوالۍ د ولسوال مولوي غلام قادر حیدري په مشرۍ ترسره شوه او ویې وویل دا د خوشحالۍ ځای دی چې د هېواد قیمتي کاڼي د مسؤلینو په شتون کې په شفاف ډول پلورل کېږي.
هغه پر معدن کارانو او تجارانو غږ وکړ چې له دې وروسته قیمتي کاڼي د ټاکل شوې کمېټې په شتون کې د بولي له لارې وپلوري، ترڅو د دولت او خلکو په ګټه شفافیت یقیني شي.
د مسؤلینو په وینا، دا ډول شفاف بهیر د قیمتي کاڼو د خرڅلاو په برخه کې د فساد د مخنیوي او د دولت عوایدو د زیاتېدو لپاره یوه اغېزمنه هڅه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته