امنیت

په نورستان کې د پنځو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دزمري لسمه د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند ٥ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ نورستان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول . په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په برګ مټال ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي کې بريدوشو د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې ٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول . ده وويل: دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو . ويل کېږي په دې هوايي بريدکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله . امنيتي مامورينو نن سهار دنورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه درې ماينونه کشف او شنډ کړل . تراوسه پورې ددغو ناکامو ماين ښخونې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى . خو ځينې امنيتي خبرځايونه ددغو ماينونود ښخوونو عامل وسله وال طالبان بولي . ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته