امنیت

په نورستان کې د ناټو د هوايي بريدله امله د پنځوتنوپاکستاني طالبانو او د څلورو تنو افغان جګړه مارانو وژل کيدل

کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه :
د وسله والوطالبانو د ډلې د پنځو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان پرون په ختيځ ولايت نورستان کې د ناټو جنګي الوتکو دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو په کامديش ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
دکامديش ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل چې د ناټو د بې پيلوټه جنګي الوتکو په دې بريدکې پنځه تنه پاکستاني طالبان او څلورتنه افغان جګړه ماران وژل شوي دي.
ويل کيږي دغو جګړه مارانو د يو لړتروريستي پيښو د ترسره کولو نيت درلودچې بريد پرې وشو او ووژل شول.
دکامديش ولسوالۍ يو قومي مشر وايي چې په وژل شويوکسانوکې د پاکستاني طالبانو يو سيمه ئيز قوماندان هم شامل دى، خو سيمه ئيزو مسوولينو تراوسه پورې دغه ادعاګانې نه دې تاييدې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته