په نورستان کې د لسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه :
د داعش په ډلې پورې اړوند١٠ تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې په هوايي بريدکې ووژل شول . په دغو داعشيانو تېره شپه د وانت وايګل په ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې د داعش د ډلې لس تنه غړي ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو کله چې په خپل پټنځي کې د يو لر ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، بريد وشو .
ويل کيږي په دې هوايي بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتی .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار د نورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو عاملين بولي .
ختم_ عطاالله_ اکرم