امنیت

په نورستان کې د طالبانو د سر زيان

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
په نورستان ولايت د نويو جګړو په بهيرکې طالبانو ته د سرزيان اوښتى دى .
دغه جګړې په تيرو ٢٤ ساعتوکې د نورستان ولايت د وانت وايګل او کامديش د ولسواليو په ځينو سيمو او د پارون ښار بازارته څېرمه ونښتې.
لومړۍ جګړه تېره شپه د ډيورند کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو له کرښې څخه په راوښتو سره غوښتل په نورستان کې ځاى پرځاى شي.
دافغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په دې پيښه کې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې:
لس تنه وسله وال طالبان د نورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه دپوځيانو د سپرلۍ په کاروان د دوى د بريد په وخت کې د پوځيانو له خوا ډزې وشوې.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز ويل شوي دي چې دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې په نورستان ولايت کې کشف او ترلاسه شوې دي.
پوليس وايي: دغه ډيپوګانې تېره شپه او نن سهار په دغه ولايت کې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته