امنیت

په نورستان کې د طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
د وسله والوطالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان له دوو تنو افرادو سره يې په نورستان ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې نن سهار د ډيورند کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو دغه جګيوړي قوماندان باختر آژانس ته خبرورکړچې په دغو نښتوکې د طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شول .
د پوليسو د دغه قوماندان د څرګندونوله مخې: په دې پيښه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي چې پوځيانو ددغو عملياتوپه پاى کې د وسله والو طالبانو څو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته