کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
شپږ تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه ناوخته په پاکستان سره دکامديش ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې پاکستاني طالبانو د افغان سرحدي مامورينو په پوستې بريد وکړ .
په ختيځ کې د افغان سرحدي پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې ددغې ډلې ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون شپږ تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
ويل کيږي افغان پوځيانو له دغې نښتې وروسته د وسله والو طالبانو د ډلې څو سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي .
دسرحدي پوليسو ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې: په دې جګړه کې افغان پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
دنورستان ولايت له پاکستان سره د درې سوه شلو کيلومترو په اوږدوالى دګډې پولې په لرلو سره تل د القاعده ، وسله والو طالبانو او دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون د تروريستي ډلو د شتون او فعاليت ډګر دى.
0 1 دقیقه لوستل