امنیت

په نورستان کې د دوو قبيلو خونړۍ او سل کلنه دښمني د ملګروملتو د سازمان د سياسي دفتر په منځګړيتوب پاى ته ورسيده

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٧ :
په افغانستان  کې د ملګروملتو دسازمان د سياسي دفتر ( يوناما ) په منځګړيتوب
په نورستان ولايت کې د دوو قبيلو ترمنځ دښمني پاى ته ورسيده.
دکشتوزر  او کامديش په نامه قبيلو له نږدې سلو کلونو را په دې خوا د خپلو پولو د ويش پرسر دښمني لرله او نښتې يې کړې دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: ددغو دښمنيو په بهيرکې له دواړو لورو څخه څه ناڅه
سلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ددغو دوو سترو قبيلو مشرانو د ملګروملتو د سازمان د سياسي دفتر د استازو او
د نورستان د عالمانو او مشرانو په وړاندې ژمنه وکړه چې نور له جګړې او نښتې څخه ډډه کوي .
دکشتوزر  د سيمي اوسيدونکى  حاجي احمد چې د څه دپاسه ٩٠ کلن دى؛ دباختر
آژانس خبريال ته وويل چې د دغې دښمني په بهيرکې له دواړو لورو څخه لسګونو
تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده چې ددغو شخړو په بهيرکې خپل لمسى له لاسه ورکړى دى؛ وايي چې ددغې
دښمنۍ له امله  په لسګونو کورنۍ د دښمنۍ او نښتې له ويرې تښتيدلې دي.
په هغې غونډه چې ديونامانا له  خوا په جلال آباد ښارکې جوړه شوې وه؛ دسيمه ييزو مسوولينو او دملګروملتو سازمان ددغه سياسي دفتر استازي د يو پريکړه ليک په برابرولو سره دنورستان دکشتوزر اوکامديش دقبيلو له مشرانو څخه وغوښتل چې ددغه پريکړه ليک له مادو په رعايتولو سره دې خپلې شخړې او جګړې پاى ته ورسوي.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې ترڅو مياشتو پورې دې د ملګروملتو د سازمان
د سياسي دفتر د نماينده ګۍ په  منځګړيتوب  د دغو  دوو قبيلو د مشرانو ترمنځ
وروستۍ  غونډه جوړه شي چې  دغه  جګړې د تل لپاره پاى ته ورسول شي او  دواړه
قبيلې له  دې وروسته ځان خوندي احساس کړي .
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهب يار د دواړو ښکيلو لورو مسوولينوته وويل  چې ددايمې سولې دټينګښت لپاره دې خپلې ژمنې عملي کړي.
په نورستان کې د کشتوزر او کامديش د قبيلو ترمنځ شخړه د١٣٠٠ کال په  لومړيو وختوکې د پولې دټاکنې پرسر پيل شوې او په ١٣١٠ کال کې يې زور   واخيست. ترهغه ځايه چې دواړو لورو په جګړو لاس پورې کړ او له امله يې لسګونو  تنو ته  مرګ ژوبله واوښته .
ددغو شخړو او جګړو په کلونوکې په دغو قبيلوکې په لسګونو بڼونه او پراخ ځنګلونه له منځه لاړل اوپه لسګونوکورنۍ له خپلو کورونو اوټاټوبوڅخه تيښتې ته اړې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته