کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
په نورستان کې د خلکو د ښه امنیت د تامینولو لپاره هلې ځلې پیل شوې دي.
پوځي مقامات وايي چې په ستراتيژیکي سیموکې د زیاتو ځواکونو ځای پرځای کول او د امنیتي پوستو جوړول کولای شي د خلکو د امنیت د ګدوېدو مخه ونیسي.
د نورستان پولیسو مسوول جنرال صابر آرین باختر آژانس ته وویل چې هڅې کوي امنیتي ځواکونه په هغو سیموکې ځای پرځای کړي چې د ډار اچوونکو د بریدونو احتمال شته.
د جنرال آرين د څرګندونو له مخې: دغه راز په پام کې ده، د ډار اچوونکو پرضد پوځي عملیاتو د ترسره کولو ترڅنګ، په لویو لاروکې د پوځیانو ګزمې زیاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نورستان په ځینو برخوکې د ډار اچوونکو ډلو شتون او فعالیت ځایي اوسیدونکي اندېښنمن کړي دي.
په نورستان کې خلک، حکومت د بشپړ امنیت په نه تامینولو تورنوي.
ختم/ع
1 1 دقیقه لوستل