امنیت

په نورستان کې د اوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره  دنښتې په بهير کې ووژل شول .
  دغه جګړه  نن سهار  په وانټ وايګل  ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوجګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان  وژل شوي دي .
  ده وويل  چې په يرغلګرو هغه وخت دپوځيانو له خوا ډزې وشوې چې  ددغو پوځيانو  دسپرلۍ  په کاروان يې  بريد وکړ .
  دسرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي چې په دې نښته کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته