امنیت

په نورستان کې دڅلورو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
څلور تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
  دغه جګړه نن سهار دنورستان ولايت په وايګل  ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يرغلګرو غوښتل دډيورنډ له کرښې  څخه  په رااوښتو سره ددغه ختيځ ولايت په بيلابيلو سيموکې ځاى پرځاى  شي .
  دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړې قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې څلور تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دې جګړه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .  ويل کيږي چې پوځيانو ددغې نښتې په پاى کې دطالبانويوه اندازه وسله او چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته