په نورستان کې دڅلورو تنو تروريستانو وژل کيدل .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :

څلور تنه نور تروريستان په نورستان ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .

په دغو تروريستانو نن سهار په وايګل ولسوالۍ کې هغه وخت دپوځيانو له خوا ډزې وشوې چې غوښتل يې دسرتيرو دسپرلۍ  په کاروان بريد وکړي .

دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې  ديوه پاکستاني په ګډون څلور تنه تروريستان ووژل شول .

ده وويل يرغلګر مخکې له دې چې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي ددغو پوځيانو په ډزو کې ووژل شول .

ويل کيږي چې په دغو نويو نښتو کې سرتيرو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته