کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٨
په نورستان ولايت کې د نويو نښتو له امله ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
دغه نښته پرون ناوخته دکونړ – نورستان په لويه لاره کې په يوه سرحدي سيمه کې هغه وخت وشوه چې يوې ډلې يرغلګرو دافغان سرتيرو په ګزمې بريد وکړ.
دنورستان ولايت دپوليسو دعملياتي قوماندانۍ مرستيال باختر آژانس ته وويل : په دې نښته کې چې يو ساعت يي دوام وکړ ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل : په دې نښته کې افغان سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى.
دغه نښته ټيک په هغه سيمه کې وشوه چې يوه اوونۍ مخکې د ترورستي ډلو پرخلاف دافغان ځواکونو له خوا استر عمليات ترسره شول.
افغان مقاماتو ددغو عملياتو په پاى کې اعلام وکړ چې دنورستان – کونر لويه لاره له کلونو کلونو وروسته دغير مسوولو وسله والو ډلو له شتون څخه پاکه کړې ده.
0 1 دقیقه لوستل