امنیت

په نورستان کې دنويو جګړو له امله دطالبانو دسر دروند زيان

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
په نورستان ولايت کې دنويو  نښتو په بهيرکې  وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه  جګړې  دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې  ددغه ولايت  په ځينو سيمو کې رامنځته شوې دي.
لومړى  جګړه  دډيورند کرښې ته څيرمه  په کامديش ولسوالۍ کې  هغه  وخت رامنځته شوه  چې يوې ډلې طالبانو  دډيورند کرښې  له اخوا څخه دسرحدي ځواکونو په يوې پوستې بريدوکړ.
دسرحدي  پوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل په دې جګړه کې 
دوسله والو طالبانو ديو سيمه ييز قوماندان په  ګډون  اووه تنه وسله وال طالبان 
ووژل شول.
ده وويل:  په يرغلګرو په کامديش ولسوالۍ کې دسرحدي  ځواکونوپه يوې پوستې    دبريد په وخت کې ددوى  له خوا ډزې وشوې.
ويل  کيږي  په دې  جګړه کې  سرتيرو  او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې :  شپاړلسو  تنو وسله والو طالبانوته د نورستان ولايت مرکز  پارون  ښار ته څيرمه په يوه  جګړه کې  مرګ ژوبله واوښته .
دغه جګړه پرون ناوخته هغه وخت ونښته چې پوځيانو په طالبانو باندې  په ډزو سره   دمسافرينو دسپرلۍ په کاروان دهغوى  دبريد مخه ونيوله .
دهېوادپه  ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان وايي  چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پنځه تنه پاکستاني طالبان  دنورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې  په يوې امنيتي پوستې  دبريد په وخت کې  دپوځيانو له خوا ووژل شول.
پرون هم   په نورستان و لايت کې  دجګړو له امله  څه ناڅه څوارلس تنه وسله وال
طالبان  وژل شوي  او يوشمير نور يې ټپيان شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته