کابل باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
دوسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند نهه تنه په نورستان ولايت کې ووژل شول. په دغو وسله والوطالبانو دډيورنډ کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې دډيورنډ له کرښې څخه دنورستان ولايت ته راغلي وو.دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل په دغو نښتو کې نهه تنه يرغلګر ووژل شول. په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار اووه ماينونه ددغه ختيځ ولايت له ګڼ ميشتو سيمو څخه کشف او شندکړي دي دوى وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو عامل بولي .
وسله وال طالبان په افغانستان کې په ګڼ ميشتو لارو کې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل