امنیت

په نورستان کې دناټو په هوايي بريد کې دڅلورو تنووسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
په نورستان ولايت کې دناټودځواکونو  دهوايي بريد له امله  څلور تنه  وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه پيښه  تيره شپه  هغه وخت رامنځته شوه چې دناټوجنګي الوتکو دبرګمتال ولسوالۍ بازار ته څيرمه  دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي  بريد وکړ .
  دافغانستان په ختيځ کې  دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دناټو په دې هوايي بريد کې څلور تنه  وسله وال طالبان  وژل  شوي دي.
ده وويل چې په دي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي  چې يرغلګر  په دي پټنځي  کې ديولړ تروريستي بريدونو  په طرحه کولو بوخت و  چې بريد پرې وشو  او ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته