امنیت

په نورستان کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول

کابل باختر دوږي  پنځمه :
دهېواد په ختيځ کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .
  دغه پيښه  نن سهار په نورستان ولايت کې دډيورند کرښې ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومان  دخپل کلي دفرعي واټ په وړاندې  په لوبې  بوخت وو .
درارسيدلو خبرونو له مخې، ماين په يو فرعي   واټ کې ښخ کړى شوى  و او کله چې ماشومان په لوبو بوخت وو وچاوديد .
  دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ماشومان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .
تراوسه پورې  هيچا ددغې ماين ښخونې مسووليت په غاړه نه دى اخستى  خو دملي اردو دغه قوماندان وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي
دنورستان ولايت په يوه مرکزي روغتون کې ډاکترانو ديوه ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بللى دى .
  ختم _  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته