په نورستان کې دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د وږي يو ديرشمه 
د داعش  په ډلې پورې اړوند شپږ  تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دبرګمتال په  ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي  بريد وشو
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې شپږ  تنه ډار اچوونکي  وژل شوي دي
ده وويل دغه داعشيان په خپل پټنځي کې ديولړ ډار اچوونکي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و  چې پرې بريد وشو .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول .
  امنيتي مامورينو نن سهار د  نورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف اوشنډ کړل .
تراوسه پورې ددغو ماينونو دښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو امنيتي خبرځايونو ډار اچوونکي ددغو ماينونو دښخولو مسوول بولي .
   ختم_ ج_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته