په نورستان کې داوو تنو تروريستانو وژل کيدل .
کابل باختر د وږي پنځمه :
په نورستان ولايت کې دنويو نښتو له امله اووه تنه تروريستان ووژل شول .
په دغو تروريستانو نن سهار د ډيورنډ له کرښې څخه له اوښتو وروسته کله يې چې غوښتل دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شي دپوځيانوله خوا ډزې وشوې .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې اووه تنه تروريستان وژل شوي دي .
ده وويل چې په يرغلګرو دډيورنډ له کرښې څخه درااوښتو په وخت ددغو پوځيانو له پلوه ډزې وشوې .