کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ تنه نوريې ټپيان شول .
دغه جګړه نن سهار د ډيورند کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
ده وويل: په يرغلګرو د ډيورند له کرښې څخه له تيريدو او د پوځيانو دسپرلۍ په کاروان له بريد وروسته ډزې وشوې.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.