په نهرين ولسوالۍ کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د غبرګولي ۱۸مه / باختر
د بغلان د نهرين ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د ټولي مرستيال تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شهيد کړای شو.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د نهرين ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ چې د جګړې په پايله کې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د تولي مرستيال سعادت احمدي شهيد کړای شو.
بشارت زياته کړه: په دې جګړه کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شول او د کومکي ځواکونو په رسېدو سره دښمن له ساحې څخه وتښتيدل او د هغوى جنګي وسايل د جګړې په ډګر کې پاتې شول.
د يو بل خبر له مخې:
د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په بازار شهرنو سيمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو په بهير کې تېره شپه ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ نور یې ټپيان شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان وسله والو طالبانو ته خبردارى ورکړ چې له ورانکارۍ او ډار اچوونکو بريدونو لاس واخلي، له دې پرته به افغان ځواکونه هغوى له منځه يوسي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته