امنیت

په ننگرهارولايت کی دطالبانونهه تنه وسله وال ووژل شول

جلال آباد ښار د وری دمیاشتی لسمه باختر
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او دغه راز په هسکه مېنه ولسوالۍ کې درې تنه داعش وسله وال نيول شوي.
د دې ولايت د هوايي ډګر ځانګړې قطعې په مومندرې ولسوالۍ کې د باور غونډۍ په ساحه کې عمليات ترسره کړي ، چې په پایله کې يې نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يوتن يې ژوندی نيولی دی.
دننگرهار یو امنیتی سرچینی باخترآژانس ته وویل چی په دغه هوایی برید کی نهه تنه طالبان وژل شوی دي.
هغه وایی چی په عملیاتو کی دری داعش وسله وال نیول شوی .
د دغه عملياتو پرمهال د وسله والو مخالفينو دوه راکټ انداز،يو ټوپک،شپږ قبضې لاسي بمونه،شل فيره د راکټ انداز مرمۍ،دوه زره د پيکا مرمۍ، د کلاشينکوف زر مرمۍ او دوه پايې مخابرې تخريب او له منځه وړل شوي دي.
دغه راز په هسکې مېنې ولسوالۍ کې درې تنه داعش وسله وال نيول شوي دي.
بل خوا پوليسو د بهسودو اړوند اخندزاده څلور لاري سيمه کې يو کړۍ ماين مخکې له چاودنې خنثی کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته