ښوونه او روزنه

په ننګر هار کې د اسلا مي تحقيقا تو پو هنتون جوړيږي

کابل باختر د وري د مياشتې ١١

د لوړو زده کړو او ماليې وزيرا ن ننګر هار ولايت ته تللى دي چې په دغه ولايت کې په پوهنتون  اودلوړو زده کړو په نورو موسسو کې  دلوست حالت اوڅرنګوالى وڅيړي

دلوړو زده کړو وزارت دخپرونو رئيس عبدالعظيم نور بخش د باختر ا ژانس خبريال ته وويل دلوړو زده کړو وزير ډا کترعبيد الله عبيد اود ماليې وزير ډا کتر عمر زاخيلوال ديو کاري سفر دتر سره کولو په مقصد د ننګر هار ولايت ته لاړل چې په دغه ولايت کې دپو هنتون اودلوړو زده کړو د موسسو حالت اودلوست څرنګوالى له نږدى وڅيړي

 دغو دوو جګپوړو دولتى مقا ما تو دننګر هار د تحصيلى مرکزونو داستادانو او زده کوونکو په غونډه کې په داسې حال کې چې ددغه ولايت والى ګل اقا شير زي هم حاضرو ګډون و کړ اود استادا نو او زده کوونکو نظر يې او وړا نديزو نه يې وا وريدل

ډا کتر عبيد له دوى سره دخبرو په ترڅ کې ځوانو او مسلکى کادرو نو ته د هيواد اړ تياوته په اشارې سره د هيواد په وړا ندى ددوى مسووليتونه بيا ن کړل او په دغو مو سسو کې پرلوړو کرکتر، نظم او تحصيلى دسپلين ټينګار و کړ او څرګنده يې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت په هيواد کې دلوړو زده کړو د مو سسو په کمى او کيفې ودې ژمن دى او ددې کار په عملي کولو کې پرو ګرا مو نه ترلاس لا ندې لري

دلوړو زده کړو وزير له محصلا نو څخه وغوښتل چې په همغږي سره او سني ستونزې حل کړي

د ماليې اود لوړو زده کړو وزيرا نو په ننګر هار ولايت کې دطب ، ښوونې او روزنې دپوهنځيو اودطب کادري روغتون وکوت اود ودانيو ، کتابتونونو او درسي خونو دبيارغونې او جوړولو په باب يې لازمې لارښوونې و کړې . دغه راز دوى د ننګر هار د مسوولينو او زده کوونکو د اشر په کار کې چې د ننګرهار دطب پوهنځى ددغه پو هنځى دانګړ دپا کولو په مقصد پيل شوي و ګډون وکړ اود ننګر هار دطب د ليلې دنوى ودا نۍ د بنسټ ډبره يې کيښوده

دغه راز ډاکتر عبيد الله عبيد وويل، په پا م کې ده په جلال اباد ښار کې داسلامى تحقيقا تو پو هنتون هم جوړ شي

 د ماليې اود لوړو زده کړو وزيرا نو په هغې غونډه کې چې په ننګر هار ولايت کې له ملى سوداګرو سره يې لرله په دغه ولايت کې دتحصيلى مرکزو نو سره د مرستې په مقصد د هغوى پام واړاوه . دننګر هار ملى سوداګرو هم په دغه ولايت کې د تحصيلى مرکزونو سره د مر ستې په مقصد يوه ا ندا زه پيسې ور کړي

 دننګر هاروا لى ګل اقا شيرزى هم چمتو والى څر ګند  کړ چې ددغه ولايت د مشرتا به هيئت به د لوړو زده کړو او ماليې له وزارتو نو سره په همغږي کې په دغه ولايت کې د لوړو زده کړو مو سسو د حالت د ښه کيدو په مقصد اقدا ما ت تر سره کړي

ديادونې وړ ده چې د ننګر هار پو هنتون ددولسو پوهنځيو په لرلو سره په هيواد کې يوه معتبره تحصيلى مو سسه ده چې پنځه زره تنه ځوانې نجو نې اوځوان هلکان پکې په زده کړه بو خت دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته