په ننګرها ر کې دبيلابيلو جنايي پيښو په تور دنهو تنو نيول کيدل
-کابل باختر د وري شپاړلسمه :
نهه تنه په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو پيښو په تور ونيول شول .
دغه کسان دتيرو٢٤ساعتونوپه بهير کې دننګرهار ولايت په ځينوسيمو کې دپوځيانو په ځانګړو او پلټنو عملياتو کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا دنشه يي توکو دقاچاقو او انسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده وويل چې دغه کسان ددغه ولايت په ځينو سيموکې دپوځيانو دعملياتو او پلټنوپه بهير کې نيول شوي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم