کابل باختر دکب څلورمه :
په ننګرهار ولايت کې دګوزڼ د واکسين د تطبيق پروګرام نن ددغه ولايت د والي له خوا پيل شو .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکترنجيب الله کامه وال دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې پروګرام کې چې درې ورځې دوام مومي؛ ددغه ولايت په کچه له پنځه کلنى څخه ښکته يو مليون تنه ماشومان دشپږو زروتنو رضاکارانو او روغتيايي کارکوونکو له خوا واکسين کيږي .
دننګرهار والي عطاالله لودين له خلکوڅخه وغوښتل چې د واکسين دتطبيق له ټيمونوسره همکاري وکړي چې په لرې پرتو سيموکې هم ماشومان ددغې ناروغۍ په وړاندې واکسين شي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ