په ننګرهار کې ۶۰۰ اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر

په ننګرهار کې پر ۶۰۰ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.

زياتره دغه کورنۍ د سېلاوونو او د کروناويروس د خپرېدو له امله زیانمنې شوې دي چې زيان سملاسي مرستې ته اړتيا لري.

د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې  له درېيو تر شپږو مياشتو پورې پر ۶۰۰ کورنيو اوړه، غوړي، لوبيا، چاى، مالکه او د ماشومانو مغزي خواړه ووېشل شول.

د ننګرهار مسوولین وايي چې پر اړو کورنيو د مرستو د وېش بهیر دوام لري.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته