۴۷- کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
څلورسوه اړو کورنيو نن په ننګرهار کې خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د خوړو نړيوال سازمان دغه کورنۍ چې د وروستيو نا امنيو له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه او په جلال آباد ښار کې ځاى پرځاى شوې دي؛ د اوړو، غوړيو، لوبيا، دال، مالګې او بسکوېټو مرسته وکړه.
د يو بل خبر له مخې:
په کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان عالي کميشنرۍ په جلال آباد ښار کې له ١٥٠ بېځايه شويو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه.
ويل کېږي پر هرې کورنۍ له ١٢ تر١٦زرو افغانيو پورې مرسته ووېشل شوه.
پاى \ ذ
4 د یوې دقیقې څخه لږ