په ننګرهار کې ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر
لس وسله وال طالبان پرون او تېره شپه په ننګرهار کې ووژل شول.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند شېرآقا امانزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د ننګرهار د حصارک او شېرزاد ولسواليو په مربوطاتو کې د هوايي او توپچي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي دي.
امانزي زياته کړه چې په دغو بريدونو کې ۶ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
د يوبل خبر له مخې:
د ملي اردو ځواکونو د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو درې ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.
ختم- ج-ا