امنیت

په ننګرهار کې ۱۳تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
د ننګرهار پوليسو په تېرو ٢۴ساعتو کې ١٣ تنه په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په اړوند ونيول.
د ننګرهار پوليسو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته وويل چې پوليسو دغه کسان د دغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه نيولي دي.
خبرځاى زياته کړه چې پر نيول شويو کسانو د وژنې، وسله والې غلا، انسان تښتونې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته