امنیت

په ننګرهار کې یو تن د خپل پلار د وژنې په تور ونیول شو

 کابل / د زمري ۶ مه / باختر
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو تېره شپه د جلال اباد ښار اتمې ناحیې په سیمه کې د شفیق په نوم یو تن د خپل پلار ښایسته خان د قتل په تور نیولی دی .
شفیق اعتراف کړی چې تېره شپه یې خپل پلار د اتمې ناحیې په سمسور اباد سیمه کې پخپل کور کې په ډزو سره وژلی دی .
په ورته وخت کې د شینوارو ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه تنه د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو څاروي د غلا په تور ونیول چې پخپل جرم یې اعتراف  کړی دی .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته